په بادغیس کې په ولسي پاڅون کوونکو خونړی برید شوی
طالبانو په بادغیس ولایت کې پر ولسي پاڅون کوونکو خونړی برید کړی
1404509

د افغانستان د بادغیس په ولایت کې د طالبانو په برید کې لږ تر لږه ۱۳ تنه ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي دي.
د بادغیس ولایت د ولایتي شورا غړي بهاوالدین قاسمي خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو تیره شپه د ولسي پاڅون کوونکو په یو مرکز د برید سره ۱۳ تنه پاڅون کوونکي په قتل رسولي دي.
هغه ویلي دي چې دا برید د بادغیس ولایت په مرکز د قلعه نو په ښار کې رامنځته شوی دی.
د بله پلوه د بادغیس ولایت امنیتی مقاماتو د طالبانو لخوا د ولسي پاڅون کوونکو د یو مرکز د نیول کیدو پخلی کړی دی.
امنیتي مقاماتو ویلي دي چې طالبانو دا کار د خپل نفوذي مرسته کوونکو په مرسته کړی دی.
خو امنیتي مقاماتو پدې مرکز کې ولسي پاڅون کوونکو ته د اوښتو ځاني زیانونو په اړه څه ندي ویلي.