په افغانستان کې د کرونا ویروس ۵۱ نوې مثبتې پیښې ثبت شوي‌ دي

په افغانستان کې د مثبتو پیښو شمیره ۱۱۴۳ ته لوړه شوه

1403156
په افغانستان کې د کرونا ویروس ۵۱ نوې مثبتې پیښې ثبت شوي‌ دي

په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره ۱۱۴۳ ته لوړه شوه.

دا خبره  د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت وکړه.

د عامې روغتیا وزارت ویلي‌ دي‌ چې  په هیواد کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۱ تازه مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي چې پدې ډول په ویروس د اخته کسانو شمیره ۱۱۴۳ تنو ته لوړه شوه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې  د نویو پیښو نه  یواځې ۲۸ په پلازمینه کابل کې ، ۶ په ننګرهار کې ، ۴ په کاپیسا کې ، ۳ په کونړ کې  ۳ په هرات کې ، یوه په لغمان، یوه په پروان، یوه په بامیان، یوه په پکتیکا او یوه هم په فراه ولایت کې

 ثبت شوي دي.



اړوند خبرونه