په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره ۹۹۳ ته لوړه شوه.

په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۳۲ ته لوړه شوه

1400950
په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره ۹۹۳ ته لوړه شوه.

 

دا خبره  د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت وکړه.

د عامې روغتیا وزارت ویلي‌ دي‌ چې  په هیواد کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۰ تازه مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي چې پدې ډول په ویروس د اخته کسانو شمیره ۹۹۳ تنو ته لوړه شوه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې  د نویو پیښو نه  ۳۱ په پلازمینه کابل کې ، ۶ په کونړ او ۴ په هرات ولایت کې  ثبتې شوي‌ دي.

همداشان د کرونا ویروس له امله په افغانستان کې  د مړو شمیره   ۳۱ تنو  ته لوړه شوې ده.

وزیر ویلي‌ دي‌ چې په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله تر اوسه پورې ۳۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۳۱ تنه روغ شوي‌ دي.

د بله پلوه د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وویل چې افغانستان په یو ورځ کې د کرونا ویروس  یواځې د ۶۰۰  ټسټونو د ترسره کولو ظرفیت لري.



اړوند خبرونه