په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو واقعو شمیره ۵۲۱ ته لوړه شوه

په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۱۶ تنو ته رسیدلې ده

1395276
په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو واقعو شمیره ۵۲۱ ته لوړه شوه

په افغانستان کې د کرونا  ویروس مثبتې پیښې ۵۲۱ ته ورسیدې. دا خبره د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وکړه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت  ویاند وحید مایار ویلي‌ دي‌ چې په هیواد کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۷ تازه پیښې ثبت شوي‌ دي‌ چې پدې ډول د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمیره ۵۲۱ ته لوړه شوه.

عامې روغتیا وزارت ویلي دي‌ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ثبت شوو ۲۷ تازه پیښو نه ۱۶ په پلازمینه کابل، ۲ په کندهار، ۲ په لوګر، ۲ په دایکندي، یوه په بامیانو کې او یوه هم په پروان ولایت  او په تخار ولایت کې  ثبت شوي ده.

هغه ویلي‌ دي‌ چې په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله تر اوسه ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.همداشان ۳۲ تنه ناروغان ښه شوي‌ دي.



اړوند خبرونه