په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو په سترې پوځې هډې راکټي‌ بریدونه شوي

په افغانستان د امریکايي ځواکونو تر ټولو په سترې هوايي‌ هډې بګرام راکټي بریدونه شوي‌ دي.

1394472
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو په سترې پوځې هډې راکټي‌ بریدونه شوي

 

دا خبره په افغانستان کې غوڅ ملاتړ ماموریت کړې ده .

په افغانستان کې غوڅ ماموریت ویلي‌ دي‌ چې نن د سهار په وختي‌ ساعتونو کې د بګرام په هوايي هډې ۵ راکټي بریدونه شوي‌ دي.

د غوڅ ماموریت لخوا په خپور شوي‌ بیان کې راغلي‌ دي‌ چې په برید کې چا ته ځاني زیان ندی اوښتی.

غوڅ ماموریت ویلي‌ دي‌ چې دا لا معلومه نده چې دا راکټي‌ بریدونه د چا لخوا شوي‌ دي‌ خو د خپلو شریکانو سره په ګډه دا مسئله څیړولو.

د بریدونو په اړه تحقیقات پیل شوي‌ دي.

د یادولو وړ ده چې دا بریدونه پداسې حال کې کیږي‌ چې  امریکا او طالبانو په قطر کې د سولې او هوکړه لیک لاسلیک کړ او پدې هوکړه لیک کې طالبانو په افغانستان کې پر امریکايي ځواکونو او پوځي‌ تاسیساتو د برید نه کولو ژمنه کړې وه.

همداشان دا برید یواځې  څو ساعته وروسته د هغه ترسره شوو چې د افغانستان حکومت د سلو تنو طالب زندانیانو د خوشې کولو نه خبر ورکړ.

د بله پلوه طالبانو دا بریدونه رد کړي‌ دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټویټر له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي‌ دي‌ چې د بګرام په هوايي هډې بریدونه د طالبانو کار ندی او ددې برید سره هیڅډول ټړاو نلري.



اړوند خبرونه