د افغانستان حکومت د طالب زندانیانو د خوشې کولو په لړۍ کې نن ۱۰۰ تنه نور طالب زندانیان خوشې کوي

د افغان حکومت لخوا د طالب زندانیانو د خوشې کولو د لړۍ په اړه طالبانو نارضایتي ښودلې

1394578
د افغانستان حکومت د طالب زندانیانو د خوشې کولو په لړۍ کې نن ۱۰۰ تنه نور طالب زندانیان خوشې کوي

 

افغان حکومت چې پرون سل تنه طالب زندانیان خوشې کړي‌ وو ویلي دي چې نن به سل تنه نور طالب زندانیان خوشې کړي.

د افغانستان د ملي‌ امنیت شورا ویاند جاوید فیصل ویلي دي چې د ولسمشر محمد اشرف غني‌ د لومړۍ ګڼې فرمان په اساس نن سل تنه نور طالب زندانیان خوشې کیږي.

دا زندانیان به د بګرام د زندان نه خوشې شي. ویل کیږي‌ دا زندانیان د عمر، روغتیايي وضعیت او په بند کې د مودې په نظر کې نیول کیدو سره خوشې کیږي.

د بله پلوه طالبانو ویلي دي‌ چې د حکومت لخوا د طالب زندانیانو خوشې کولو بڼه ددوې او امریکا ترمنځه د لاسلیک شوې هوکړې په مطابق نده او دا مسئله ددوې لپاره د منلو وړ نده.

د ویلو ده چې طالبانو د افغان حکومت نه د زندانیانو د خوشې کولو په لړۍ کې په لومړي‌ پړاو کې د خپلو ۱۵ تنو قومندانانو د خوشې کولو غوښتنه کړې وه او پدې اړه يي حکومت ته یو لست وړاندې کړی وو.

افغان حکومت د طالبانو دا غوښتنه رد کړ . د افغان حکومت لخوا د طالبانو د غوښتنې د ردیدو په غبرګون کې  طالبانو کابل ته استولې خپله ۳ کسیزه تخنیکي‌ ډله  بیرته وغوښته.



اړوند خبرونه