په کندهار کې پر ملکي‌ وګړو خونړی راکټي برید شوی

د افغانستان د کندهار ولایت د دامان په ولسوالۍ کې په یو راکټي‌ برید کې لږ تر لږه ۳ تنه ماشومان شهیدان او ۹ تنه نور ټپیان شول.

1394000
په کندهار کې پر ملکي‌ وګړو خونړی راکټي برید شوی

 

د کندهار ولایت د پولیسو ویاند جمال بارکزي‌ ویلي‌ دي‌ چې د دامان په ولسوالۍ د نامعلومه ځای څخه راکټي‌ برید شوی دی چې راکټ په یو کور لګیدلی دی.

هغه ویلي‌ دي‌ چې پدې برید کې ۳ تنه ماشومان په شهادت رسیدلي‌ او ۹ تنه نور ټپيان شوي‌ دي.

هغه ویلي‌ دي‌ چې تر اوسه پورې دا لا معلومه نده  چې دا راکټ له کومه ځایه او د چا لخوا راتوغول شوی دی. د پیښې د لامل د معلومولو په خاطر تحقیقات پيل شوي‌ دي.

د ویلو ده چې د سیمې ځینو چارواکیو د برید پړه پر طالبانو اچولې ده .

خو د سیمې خلکو بیا ویلي  دي‌ چې طالبان پدې سیمه کې هیڅډول فعالیت نلري‌ او د برید پړه يي پر امریکايي ځواکونو اچولې ده.

امریکايي ځواکونو بیا دا برید مسئولیت په کلکه توګه رد کړی دی او ویلي‌ دي‌ چې برید ددوې لخوا ندی شوی.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.

د ویلو ده چې نن د افغانستان په شمال کې د سمنګان ولایت د دره صوف په ولسوالۍ کې هم په برید کې ۲ تنو ملکي‌ وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د سمنګان ولایت امنیتي‌ مسئولینو ویلي‌ دي‌ چې طالبانو د دره صوف په ولسوالۍ کې په برید کې ۲ تنه ملکي‌ وګړي‌ وژلي‌ او پنځه تنه نور يي ټپیان کړي‌دي.

همداشان طالبانو په بلخ ولایت کې هم اته تنه ملکي‌ وګړي‌ د تښتولو نه وروسته په ډزو وژلي‌ دي.



اړوند خبرونه