په بلخ کې ۸ تنه ملکي‌ وګړي‌ د طالبانو لخوا ووژل شول

طالبانو په بلخ کې ۸ تنه ملکي‌ وګړي‌ په ډزو ووژل

1393650
په بلخ کې ۸ تنه ملکي‌ وګړي‌ د طالبانو لخوا ووژل شول

د افغانستان په شمال کې په بلخ ولایت کې طالبانو ۸ تنه ملکي‌ وګړي‌ د تښتولو نه وروسته په ډزو وژلي‌ دي.

د بلخ ولایت د پولیسو ویاند عادل شاه عادل خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې  طالبانو د شولګرې د ولسوالۍ د نهر سرخ د کلي نه ۸ تنه ملکي‌ وګړي‌ تښتولي‌ وو چې وروسته يي دا کسان په ډزو ووژل.

ویاند ویلي  دي‌ چې  یاد شوي‌ کسان د تښتول کیدو نه څو ساعته وروسته په ډزو وژل شوي‌ دي.

طالبانو د برید په اړه څه ندي‌ ويلي.



اړوند خبرونه