د افغانستان په پلازمینه کابل کې د سکانو په یو درمسال ډله ایز برید شوی دی.

په کابل کې د هندوانو په درمسال خونړی ډله ایز برید شوی

1384703
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د سکانو په یو درمسال ډله ایز برید شوی دی.

 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین  خبري رسنیو ته  ویلي دي چې  نن د سهار په ۷ بجو او ۴۵ دقیقو د پلازمینې کابل د شوربازار په سیمه کې د هندي‌ سکانو په درمسال ډله ایز برید وکړ.

ویل کیږي‌ برید کوونکو لومړی د درمسال په دروازه کې ځانمرګی برید وکړ او د درمسال ساتونکی په ډزو وواژه وروسته درمسال ته ننوتل.

د افغانستان په ولسي‌ جرګه کې د هندوانو استازي‌ نریندر سنګ خاله خبري‌ رسنیو ته وویل چې ډله ایز برید پداسې حال کې شوی دی چې نن  په درمسال کې د دعا او دیني‌ مراسم جوړ شوي‌ وو.

د بله پلوه د افغانستان په مشرانو جرګه کې د هندوانو استازې سناتورې ډاکټر انارکلي‌ خبري‌ رسنیو ته وویل چې برید د عبادت پر مهال شوی دی. هغې وویل چې په شاوخوا کې نږدې ۱۵۰ تنه هندي‌ سکان ژوند کوي‌. دا لا معلومه نده چې څو تنو پدې مراسمو کې ګډون  کړی وو.

د بله پلوه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي‌ دي‌ چې دوه تنه برید کوونکي‌ د خپو نه غورځولي‌ دي‌ او عملیات دوام لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي‌ دي چې پدې برید کې ۲۵ تنو ملکي‌ وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۸ تنه نور ټپیان شوي‌ دي. هغه ویلي‌ دي‌ چې ځانګړو ځواکونو ۸۰ تنه ملکي‌ وګړي‌ ژوندي‌ او روغ ژغورلي‌ دي.

طالبانو د نوموړي برید په اړه د بیان په خپرولو سره د برید سره خپل هر ډول تړاو رد کړی دی او ویلي دي‌ چې برید ددوې لخوا ندی ترسره شوی .

د بله پلوه یوې امنیتي‌ سرچینې خبري‌ رسنیو ته ویلي دي چې برید د حقاني‌ شبکې لخوا ترسره شوی ځکه چې امنیتي‌ ارګانونو څو ورځې مخکې د حقاني‌ شبکې لخوا په افغانستان کې د هندوستان په سفارت او یا فرهنګي‌  مرکزونو د برید په اړه راپور ترلاسه کړی وو.

د برید مسئولیت داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستی دی. د بله پلوه یوې امنیتي‌ سرچینې ویلي‌ دي‌ چې دم ګړۍ د مړو شمیره ۱۱ تنه ده خو کیدای شي‌ چې دا شمیره لوړه شي.


پيوندونه: #درمسال , #برید , #کابل

اړوند خبرونه