په پکتیا کې چاودنه شوې

د پکتیا په مرکز ګردیز ښار کې د پکتیا پوهنتون په دروازه کې چاودنه شوې

1383234
په پکتیا کې چاودنه شوې

د پکتیا په مرکز ګردیز ښار کې چاودنه شوې.

د پکتیا نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې ددې ولایت د مرکز ګردیز ښار د دویمې حوزې په سیمه کې د پکتیا پوهنتون په دروازه کې د موټر سایکل پر مټ چاودنه شوې.

پدې چاودنه کې یو تن  پولیس مړ او یو تن پولیس او یو تن هم ملکی وګړی ټپیان شوي دي.

ویل کیږي‌ ټپي‌ د پوهنتون ساتوونکی دی.

د پکتیا د والي‌ ویاند عبدالله حسرت د پيښې پخلی کړی دی او ویلي‌ دي‌ چې د برید کوونکو د نیولو په خاطر هڅې پیل شوي‌ دي.



اړوند خبرونه