په زابل کې پر افغان ځواکونو خونړی برید شوی

د افغانستان په زابل ولایت کې د طالبانو لخوا پر امنیتي‌ ځواکونو نفوذي برید شوی دی.

1381922
په زابل کې پر افغان ځواکونو خونړی برید شوی

 

د زابل ولایت د والي‌ ویاند ګل اسلام سیال خبري‌ رسنیو ته ویلي دي‌ چې  طالبانو د پولیسو په یو مرکز ډله ایز نفوذي‌ برید کړی چې په نتیجه کې ګن شمیر امنیتي ځواکونو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د بله پلوه د زابل ولایت د ولایتي‌ شورا رئیس عطا جان حق بیان خبري‌ رسنیو ته ویلي دي‌ چې پدې برید کې لږ تر لږه ۲۰ تنه امنیتي‌ سرتیري‌ وژل شوي‌ دي.

هغه ویلي‌ دي‌ چې برید کوونکي‌ د پولیسو د مرکز ټولې وسلې او مهمات هم  د ځان سره وړي‌ دي.

طالبانو تر اوسه پورې د مسئلې په اړه څه ندي‌ ویلي. د ویلو چې دا برید پداسې حال کې ترسره کیږي‌ چې نن په افغانستان کې د نوي‌ لمریز کال نه لمانځنې کیږي.

دا د ۱۳۹۹ میلادي‌ کال لومړنی خونړی برید دی چې د طالبانو لخوا ترسره کیږي.



اړوند خبرونه