طالبانو په بلخ ولایت کې په پوځي‌ کتار برید کړی

په بلخ کې د طالبانو لخوا پر افغان ځواکونو برید شوی

1380483
طالبانو په بلخ ولایت کې په پوځي‌ کتار برید کړی

د افغانستان په شمال کې په بلخ ولایت کې طالبانو په عسکري‌ کتار د وسله وال برید په نتیجه کې لږ تر لږه ۲ تنه وژلي‌ دي. 

د بلخ ولایت د ولایتي‌ شورا رئیس محمد افضل حدید خبري‌ رسنیو ته ویلي دي‌ چې طالبانو د بلخ جوزجان  په لویه لاره کې په پوځي‌ کتار وسله وال برید کړی .

پدې برید کې یو تن سرتیري‌ او یو تن ملکي‌ وګړي‌ ژوند د لاسه ورکړی . همداشان د برید نه وروسته د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځه په رامنځته شوې نښته کې طالبانو ته درانده ځاني‌ زیانونه اوښتي‌ دي.

طالبانو د برید په اړه څه ندي ویلي.


پيوندونه: #بلخ , #افغانستان

اړوند خبرونه