په ارزګان کې د طالبانو او افغان پولیسو ترمنځه نښته شوې

په ارزګان کې د طالبانو او افغان پولیسو ترمنځه په نښته کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

1372301
په ارزګان کې د طالبانو او افغان پولیسو ترمنځه نښته شوې

د افغانستان د ارزګان په ولایت کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځه په نښته کې ۶ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ارزګان ولایت د والي ویاند زړګي عبادي خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو پدې ولایت کې د پولیسو په پوستو برید کړی چې وروسته نښته پیل شوې ده .

پدې نښته کې ۶ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

هغه ویلي دي چې پدې نښته کې  طالبانو ته هم  ځاني تلفات اوښتي دي.



اړوند خبرونه