د افغانستان په پلازمینه کابل کې د خونړۍ فاجعې مخه ونیول شوه.

په کابل کې د چاودنې مخنیوی وشو

1370562
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د خونړۍ فاجعې مخه ونیول شوه.

 

د کابل پولیسو په اومه  ناحیه کې  د سړک په غاړه کې  ځای په ځای شوی یو ماین کشف او شنډ کړ.

د کابل پولیسو ویلي دي چې د اومې ناحیې  په مربوطاتو کې  د نو برجه په سیمه کې د لوی سړک په غاړه کې خښ شوی  ماین کشف او شنډ کړ.

د کابل د پولیسو لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې " د هیواد د دښمنانو لخوا چې  د کابل د اومې ناحیې په مربوطاتو کې د نو برجه په سیمه کې  د بې ګناه او ملکي هیوادوالو د وژلو په موخه  یو کړۍ ماین د سړک په غاړه ځای په ځای شوی وو له نیکه مرغه چې   د پولیسو لخوا کشف  او مخکې د چاودنې نه شنډ کړی شو. پدې ډول  د یوې خونړۍ فاجعې مخه ونیول شوه."

د ویلو ده چې تیره ورځ  په خوست ولایت کې د کرکټ په یو لوبغالي کې په موټر سایکل کې د ځای په ځای شوي بم  چاودنې په نتیجه کې ۳ تنه مړه او ګن شمیر کسان ټپیان شول.



اړوند خبرونه