د افغانستان په لویدیځ کې په هرات ولایت کې  د کرونا ویروس لومړنۍ مثبته واقعه ثبت شوه.

په افغانستان کې د کرونا ویروس لومړنۍ مثبته واقعه ثبت شوه

1364994
د افغانستان په لویدیځ کې په هرات ولایت کې  د کرونا ویروس لومړنۍ مثبته واقعه ثبت شوه.

 

دا خبره د نوموړي هیواد د عامې روغتیا وزیر فیروالدین فیروز وکړه. هغه دا خبره نن خبري غونډې ته وکړه.

هغه وویل چې  ددې پيښې له امله يي د هیواد د امنیت شورا سره د سلا مشورې نه وروسته په هرات ولایت کې فوق العاده حالت اعلان کړی دی. هغه وویل چې د هیواد په مرکز  او یو زیات شمیر ولایتونو کې  د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په خاطر یو زیات شمیر مرکز جوړ کړي دي.

پدې چوکاټ کې  په هرات ولایت کې په روغتون کې د قرنطین ۸۰ بستریزه ځانګړې  برخه  جوړه کړې ده  چې  د اړتیا په صورت کې به دا رقم  لوړ کړی شي.

هغه ددې ویروس د مخنیوي په خاطر د هیواد په ټولو هوايي او مځکنیو شرکتونو غږ کړی دی چې د مرکز او نورو ولایانو ته هرات ولایت ته  په خپلو تګ راتګونو محدودیت ولګوي.

د ویلو ده چې  هرات ولایت د ایران سره په پوله کې پروت  دی چې دا پیښه هم په هغه کس کې چې پدې نږدې وختونو کې د ایران د قم  ولایت نه راغلی دی تثبیت شوې ده . 



اړوند خبرونه