په ننګرهار کې د سنوکر د کلپ چت راغورځیدلی دی

د افغانستان په ختیځ کې په ننګرهار ولایت کې د سنوکر د کلپ د چت د راغورځیدو له امله  ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

1363173
په ننګرهار کې د سنوکر د کلپ چت راغورځیدلی دی

 

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د پيښې پخلی کړی او ویلي دي چې پدې پیښه کې درې تنو ژوند د لاسه ورکړی  او څو دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

هغه ویلي دي چې پیښه د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ  د دوه سړکه په سیمه کې رامنځته شوې ده .

د بله پلوه د ننګرهار روغتون ویلي دي چې د پیښې درې مړي او دوه ټپیان روغتون ته راوړل  شوي دي.

د والي ویاند ویلي دي چې  د سنوکر د کلپ چت د ډیر زیات زوړوالي له امله راپریوتی دی.


پيوندونه: #سنوکر , #ننګرهار

اړوند خبرونه