د افغانستان موجود ولسمشر محمد اشرف غني د دویمې دورې لپاره  هم  د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

محمد اشرف غني د دویمې دورې لپاره د افغانستان ولسمشر وټاکل شو

1361898
د افغانستان موجود ولسمشر محمد اشرف غني د دویمې دورې لپاره  هم  د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

 

د افغانستان د خپلواک ټولټاکنو خپلواک کمیسیون  نن  د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړې.

د افغانستان د ټولټاکنو د  خپلواک کمیسیون مشرې هوا علم نورستانۍ  وویل چې  ولسمشر محمد اشرف غني  د ۵۰ عشاریه ۶۴ سلنه رایو پر ترلاسه کولو سره  د ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی.

هغې وویل چې د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ټولټال ۱۸۲۳۹۴۸ رای کارول شوي دي چې ولسمشر محمد اشرف غني بیا ۹۲۳۵۹۲ رایې ترلاسه کړي دي.

همداشان  د ولسمشر غني ستر سیال ډاکټر عبدالله عبدالله بیا ۷۲۰۸۴۱ رایو په ترلاسه کولو سره  ۳۹عشاریه ۵۲ سلنه رایې ترلاسه کړي دي.

همداشان ګلبدین حکمتیار بیا پدې ټاکنو کې د ۷۰۲۴۱ رایو په ترلاسه کولو سره ۳ عشاریه ۸۵ سلنه رایې ترلاسه کړي دي.



اړوند خبرونه