په بګرام کې یو تن امریکايي سرتیري ژوند د لاسه ورکړی

د امریکا  د دفاع وزارت په افغانستان کې د یو تن امریکايي سرتیري د وژل کیدو نه خبر ورکړ.

1359648
په بګرام کې یو تن امریکايي سرتیري ژوند د لاسه ورکړی

 

پتناګون ویلي دي چې ددوي یو تن سرتیری د تیرې چار شنبې په ورځ  د کابل په شمال کې د بګرام په هوايي هډه کې  ژوند د لاسه ورکړی دی.

پنټاګون ویلي دي چې نوموړي  سرتیری په جګړه کې نه بلکې په  غیرې مترقبه پیښه کې ژوند دلاسه ورکړی دی.

پنټاګون د نوموړي سرتیري هویت هم په ډاګه کړی دی. پنټاګون ویلي دي چې  نوموړي سرتیري ۲۱ کاله عمر درلود  او برندن تایم کیمبال نومیده.



اړوند خبرونه