په کندوز کې په یوې مدرسه کې چاودنه شوې

د افغانستان په شمال کې  په کندوز ولایت کې  چاودنې ګن شمیر ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولي .

په کندوز کې په یوې مدرسه کې چاودنه شوې

 

د کندوز ولایت د والي ویاند  عصمت الله مرادي خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن  د یاد شوي ولایت د دشت ارچي په ولسوالۍ د یو کلي په مدرسه  کې  چاودنه  شوې چې په نتیجه کې پنځه تنه ماشومان مړه او ۳ تنه نور ټپیان شول.

ویاند  د برید پړه پر طالبانو اچولې ده . هغه ویلي دي چې دا ماین د طالبانو لخوا ځای په ځای شوی وو چې پر ماشومانو وچاودید.

طالبانو  د نوموړي برید په اړه څه ندي ویلي .


پيوندونه: چاودنه , کندوز

اړوند خبرونه