د افغانستان د دایکندي په ولایت کې  واورې ښویدنې  ستره فاجعه رامنځته کړه.

په دایکندي کې د واورې ښویدو په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان د دایکندي په ولایت کې  واورې ښویدنې  ستره فاجعه رامنځته کړه.

 

د کابل نه  زمونږ همکار په راستولي رپوټ کې ویلي دي چې  د دایکندي ولایت میرامور په ولسوالۍ کې  د واورې ښویدنې په پیښه کې د مړو شمیره ۳۱ تنو ته لوړه شوې ده.

د دایکندي ولایت د ځايي مقاماتو په وینا  نن  پنجشنبه  د فبروري ۱۳ مه د میرامور په ولسوالۍ کې  د واورې ښویدو له امله د یوې کورنۍ لسو تنو ژوند د لاسه ورکړ.

همداشان واورې ښویدنې  ګن شمیر کورونو نه هم نړولي دي.

د چارواکیو په وینا  تیره شپه هم  په همدې ولسوالۍ کې  د واورې د ښویدو له امله ګن شمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړی وو چې نن يي مړي راوویستل شول.

د مړو شمیره ۳۱ تنو ته لوړه شوې ده .

هغه ویلي دي چې واورې ښویدو پیښې  په لسګونو څاروي  هم  له منځه وړي دي.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان په یو زیات شمیر شمالي ولایتونو کې  د ډیرې زیاتې واورې د اورښت له امله لویې لارې د ټرافیک پر مخ تړل شوي دي. د یو زیات شمیر ښارونو او کلو او بانډو ترمنځه  لویې لارې هم  تړل شوي دي.



اړوند خبرونه