په لوګر ولایت کې د کډوالو په کمپ کې ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ

د افغانستان د لوګر په ولایت کې د کډوالو په کمپ کې  د سړې هوا له کبله  پنځو تنو ژوند  د لاسه ورکړ.

په لوګر ولایت کې د کډوالو په کمپ کې ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ

 

د لوګر ولایت د والي  ویاند  دیدار احمد لونګ خبري رسنیو ته ویلي دي چې  په لوګر ولایت کې   د تیرو څو ورځو راهیسې د واورې د اورښت په نتیجه کې هوا  ښه  پسې سړه  شوې ده .

په لوګر ولایت کې  د کډوالو په کمپ کې د سړې هوا له کبله  پنځو تنو ژوند  د لاسه ورکړی دی.

هغه ویلي دي چې  پدې کمپ کې  کډوال په ډیر بد حالت کې قرار لري.

هغه زیاته کړې ده چې د ډیرو زیاتو واورو د اورښت له کبله  د مرکز او یو زیات شمیر ولسوالۍ او کلو ترمنځه  ارتباطات  پرې شوي دي. لویې لارې  بندې شوي دي.



اړوند خبرونه