په کندهار کې د یوې مدرسې د چت د غورځیدو په پایله کې ګن زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان په کندهار ولایت کې  د یوې مدرسې  چت په زده کوونکي  غورځیدلی دی.

1344017
په کندهار کې د یوې مدرسې د چت د غورځیدو په پایله کې ګن زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

د کندهار ولایت  د معارف د ریاست ویاند  نظر محمد صمیمي  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  نن  په یاد شوي ولایت کې د یوې مدرسې چت د راغورځیدو په پیښه کې  لږ تر لږه ۵ تنو  انجونو  زده کوونکو  ژوند  د لاسه ورکړی  او ۸ تنه نورې ټپیانې شوي دي.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي هم  د پيښې پخلی کړی دی  او ویلي دي چې د چت  د کیناستو  علت تر اوسه پورې معلوم  ندی.


پيوندونه: #چت , #مدرسه , #کندهار

اړوند خبرونه