په فاریاب کې پر ملکي وګړو د طالبانو خونړی برید

د افغانستان په شمال کې  د طالبانو  په برید کې لږ تر لږه  ۶ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.

1343574
په فاریاب کې پر ملکي وګړو د طالبانو خونړی برید

 

د فاریاب ولایت د اندخوی  په ولسوالۍ کې  طالبانو په یو کور  برید وکړ.

پدې برید کې  ددې کور ۶ تنه غړي  وژل شوي دي.

د سیمه ایزو مقاماتو په وینا پدې برید کې دوه تنه ټپیان شوي دي. د بله پلوه  د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ شاهین  قول اردو  په اندخوی ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر کور د برید کوونکو  طالب ترهګرو د وژلو نه خبر ورکړی دی.

شاهین قول اردو  د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې  د اندخوی برید کوونکی  د خپل ساتونکي سره  یو ځای له منځه  وړی دی.


پيوندونه: #اندخوی , #فاریاب

اړوند خبرونه