د افغانستان د کندهار په ولایت کې چاودنه وشوه.

په کندهار کې چاودنه شوې

1341638
د افغانستان د کندهار په ولایت کې چاودنه وشوه.

 

د کندهار ولایت نه  د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن  د سهار په ساعتونو کې  د ملي  اردو  د ځواکونو په یو موټر چاودنه وشوه.

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو  قومندانۍ   د چاودنې پخلی کړی دی او ویلي دي چې دا چاودنه د ملي اردو د تخنیک د برخې د کارکوونکو پر موټر شوې ده چې په نتیجه کې  دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.


پيوندونه: #چاودنه , #کندهار

اړوند خبرونه