د افغانستان په شمال  بلخ  ولایت کې دوه چاودنې شوي

په مزار شریف کې غبرګې چاودنې شوي

1340367
د افغانستان په شمال  بلخ  ولایت کې دوه چاودنې شوي

 

د بلخ ولایت د امنیې قومندانۍ  ویاند عادل شاه عادل  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د مزار شریف په مرکز کې  په لویه لار کې  په پرله پسې ډوله دوه بمي چاودنې وشوې.

هغه  ویلي دي چې پدې چاودنو کې  لږ تر لږه ۲ تنه مړه او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

عینې شاهدانو بیا ویلي دي چې  چاودنې  د بلخ ولسوالۍ د ولسوال  ګل باز خان  د کور په مخکې شوي دي.

دا لا معلومه نده چې په چاودنو کې ګل باز خان  ته  ځاني زیان اوښتی دی او که نه.

د برید مسئولیت هم  تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.



اړوند خبرونه