په افغانستان کې نن دویمې پوځي چورلکې هم  سقوط کړی

د ویلو ده چې نن  د ماسپخین د دوو بجو په شاوخوا کې  د پکتیا په ولایت کې هم  یوې پوځي چورلکې  سقوط کړی.

په افغانستان کې نن دویمې پوځي چورلکې هم  سقوط کړی

 

سیمه ایزو  مقاماتو ویلي دي چې نن  د دوو بجو په شاوخوا کې یوه پوځي  چورلکه چې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز ښار د پکتیکا  ولایت پر لورې روانه وه د نامعلوم لامل له امله يي سقوط کړی دی.

ځايي مقاماتو پدې پیښه کې د لسو تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت بیا  د دویمې چورلکې د سقوط  ادعا رد کړې ده  او ویلي دي چې  دویمې چورلکې د ورپیښې شوې تخنیکي ستونزې له امله بیړنۍ ناسته کړې ده.

همداشان دفاع وزارت ویلي دي چې پدې پیښه کې چاته هیڅډول  ځاني زیان ندی اوښتی.

د یادولو وړ ده چې نن  د غرمې نه مخکې په ۱۱ بجو د افغانستان یوې پوځي  چورلکې چې د فراه ولایت د مرکز نه د پرچمن ولسوالۍ پر لورې روانه وه  سقوط وکړ. پدې پیښه کې د چورلکې دواړو پیلوټانو ژوند د لاسه ورکړ.  



اړوند خبرونه