په غور کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځه نښته شوې

د افغانستان  د غور په ولایت کې  د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځه په نښته کې  لږ تر لږه  درې تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.

1323886
په غور کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځه نښته شوې

 

د غور ولایت والي غلام ناصر حفیظي  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  امنیتي ځواکونو  د دولت یار په ولسوالۍ کې د طالبانو پر خلاف عملیات ترسره کړل چې په نتیجه کې نښته  پیل شوه.

پدې نښته کې  ۳ تنو تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ او ۹ تنه نور ټپیان شول.

همداشان په عملیاتواو نښته کې  لږ تر لږه  ۲۳ تنه طالب اورپکي له منځه وړل شوي دي.

هغه ویلي دي چې د عملیاتو په نتیجه کې  یو څو کلي  د طالبانو نه په کامله توګه  پاک شوي دي.

طالبانو  بیا  د نوموړو عملیاتو او نښتې په اړه  تر اوسه پورې څه ندي ویلي .

 

د بله پلوه  افغان ځواکونو  په ارزګان  ولایت کې د طالبانو په یو زندان  چاپه اچولې چې په نتیجه کې  ۳ تنه ترهګر وژلي   او ۱۲ تنه بې ګناه کسان چې د طالبانو لخوا زنداني کړی شوي وو  د هغوې د منګولو نه خوشې شوي دي.



اړوند خبرونه