په امريکا متحده ايالتونو کې د سمندري ځواکونو په هډې وسله وال بريد شوی

په امريکا کې پر پوځي هډې بريد وشو

په امريکا متحده ايالتونو کې د سمندري ځواکونو په هډې وسله وال بريد شوی

په امريکا متحده ايالتونو کې د سمندري ځواکونو پر هډې وسله وال بريد شوی. 

بريد د امريکا په سويل کې په فلوريدا ايالت کې د سمندري ځواکونو په هډې شوی دی. 

پوليسو ويلي دي چې بريد کوونکی هم وژل شوی دی. 
پوليسو ويلي دي چې پدې بريد کې چې د سعودي عربستان د وګړي لخوا دی ۴ تنه وژل شوي او ۸ تنه نور ټپيان شوي دي. 

د پوليسو په وينا بريد کوونکی د پوځي زده کړو په خاطر دې هډې ته راغلی وو. 

پوليسو ويلي دي چې پيښه په ځايي وخت د سهار په نهو بجو رامنځته شوې ده. 

پدې پوځي هډه کې څه باندې ۱۶۰۰۰ تنه پوځيان او ۷۴۰۰ تنه ملکي پرسونل دنده ترسره کوي.

 



اړوند خبرونه