په کندوز کې د ملکي وګړو ستره فاجعه رامنځته شوه

د افغانستان  په شمال کې په کندوز  ولایت کې د سړک غاړې  ماین  په چاودنه کې  ۱۵ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړ.

په کندوز کې د ملکي وګړو ستره فاجعه رامنځته شوه

 

د کندوز ولایت د والي ویاند  عصمت الله مرادي  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  پرون  د ماسپخین نه وروسته د خان آباد ولسوالۍ د آیخم چال په سیمه کې  د ملکي وګړو د سپرلۍ پر موټر  د سړک غاړې ماین وچاودید.

هغه ویلي دي چې پدې پیښه کې  لږ تر لږه ۱۵ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی  او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا  دا ملکي وګړي  د کندوز ولایت د امام صاحب  په ولسوالۍ کې  د واده په مراسمو کې د ګډون نه وروسته بیرته د خپل کور پر لورې روان ول چې  موټر يي  د سړک غاړې په ماین  برابر شو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم  ددې پیښې پخلی کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي دي چې په خواشینۍ سره  چې د کندوز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې د ملکي وګړو د سپرلۍ پر موټر چاودنه شوې چې به نتیجه کې  ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی چې ټول ملکي وګړي دي.

هغه ویلي دي چې پدې  فاجعه  کې  ۶ تنو میرمنو ، ۸ تنو ماشومانو او یو تن هم  نارینه  ژوند د لاسه ورکړی دی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف  غني  دا پیښه  په ډیرو  کلکو  الفاظو غندلې  او ددې عمل نه  د یو تروریستي عمل په توګه یادونه کړې ده .

پداسې حال کې چې  د برید مسئولیت  تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی  خو امنیتي مقامات بیا  وايي چې  دا د طالبانو کار دی.

طالبانو د نوموړې پيښې په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي.



اړوند خبرونه