په کابل کې د ملګروملتونو پر موټر برید وشو

د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه وشوه

په کابل کې د ملګروملتونو پر موټر برید وشو

د افغانستان په پلازمینه کابل کې  چاودنه وشوه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وزارت ویلي‌ دي‌ چې  نن  د ماښام  د ۶ نیمو بجو په شاوخوا کې د کابل د پولیسو د نهمې امنیتي‌ حوزې  په سیمه کې  د ملګروملتونو  سازمان  اړوند په یو موټر  چاودنه وشوه.

پدې چاودنه کې  یو تن  مړ  او پنځه تنه  نور ټپیان شوي‌ دي. ویل کیږي‌ وژل شوی  کس  بهرنی  وګړی  دی.

کورنیو چارو وزارت ویاند  نصرت رحیمي‌ ویلي‌ دي‌ چې  دا پيښه  د ملګروملتونو سازمان اړوند  پر موټر  د لاسي بم  د برید په پایله کې  رامنځته شوې  ده.

په ټپیانو کې  دوه تنه هم د ملګروملتونو د دفتر  ځايي  کارکوونکي دي. 

د برید مسئولیت  تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی



اړوند خبرونه