په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو چورلکې سقوط کړی

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو چورلکې د سقوط په نتيجه کې دوه تنه سرتيري وژل شوي

1309181
په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو چورلکې سقوط کړی

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو چورلکې سقوط کړی دی. دا خبره په افغانستان کې ميشتو امريکايي ځواکونو کړې ده. 

په افغانستان کې امريکايي ځواکونو د خبر پاڼې په خپرولو سره د خپلې يوې چورلکې د سقوط نه يي خبر ورکړی دی. 

په خبرپاڼه کې پدې پيښه کې د ۲ تنو امريکايي سرتيرو د وژل کيدو نه خبر ورکړی دی. 

امريکايي ځواکونو د چورلکې د سقوط د لامل په اړه څه ندي ويلي يواځې ويلي دي چې دا پيښه د دښمن د بريد په نتيجه کې نده رامنځته شوې. 

د بله پلوه طالبانو بيا په لوګر ولايت کې د امريکايي ځواکونو اړوند د يوې چورلکې د رانسکورولو ادعا کړې ده. 

طالبانو ويلي دي چې د لوګر د چرخ په ولسوالۍ کې د طالبانو چورلکه ويشتې ده. 



اړوند خبرونه