په بادغیس کې پر پولیسو درنده چاودنه شوې

په بادغیس او کاپیسا ولایتونو کې پر پولیسو جلا جلا چاودنې شوي

په بادغیس کې پر پولیسو درنده چاودنه شوې

د افغانستان په لویديځ کې د بادغیس  په ولایت کې  د پولیسو پر موټر  چاودنه وشوه.

د بادغیس ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  چاودنه  د ماسپخین په ساعتونو کې هله رامنځته شوه چې  پولیس د خپلې میاشتنې تنخوا  د اخیستو او اکمالاتو په خاطر د قلعه نو د ښار پر لورې روان ول.

د پولیسو زغروال  موټر  په لویه لاره کې په ځای په ځای شوی  ماین  برابره شوه او چاودنه وشوه. پدې پیښه کې یوې ښځینه پولیسې په ګډون ۶ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ویلو ده چې  نن  د سهار په ساعتونو کې  د افغانستان په شمال کې د کاپیسا په ولایت کې هم  پر پولیسو چاودنه شوې وه چې په پایله کې یو تن  پولیس مړ او د دوو تنو پولیس او لس  تنه ملکي وګړي چې ښځې هم  پکې شتون لري ټپیان شوي وو.

د بله پلوه  د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې  د بي بي هوا د ښوونځي  ترڅنګ  د چاودنې نه خبر ورکړ شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند  عطاالله خوږیاڼي  خبري رسنیو ته ویلي دي چې پدې چاودنه چې  ۳ تنه ټپیان شوي دي.

چاودنه  د مقناطیسي  بم  په پایله کې رامنځته شوې ده .



اړوند خبرونه