د بلخ ولایت د پولیسو یو چارواکی ووژل شو

طالبانو  د بلخ ولایت د چاربلوک ولسوالۍ د امنیې پر قومندانۍ  او د ملي امنیت پر مدیریت  ډله ایز برید کړی دی.

د بلخ ولایت د پولیسو یو چارواکی ووژل شو

 

د بلخ د چاربولک  ولسوال  ذبیح الله زاهد  خبري رسنیو ته وویل چې طالبانو نن د سهار د څلورنیمو  بجو په شاوخوا کې  د چاربولک  ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ  او امنیت پر مدیریت  بریدونه وکړل چې وروسته په شا وتنبول شول.

هغه وویل چې له بده مرغه چې پدې بریدونو کې د چاربولک د ولسوالۍ د امنیې قومندان سلام الدین او د ملي امنیت یو تن منسوب  ژوند  د لاسه ورکړی  او ۳ تنه پولیس ټپیان شوي دي.

هغه ویلي دي چې د طالبانو برید په شا تنبول شوی دی  او طالب ترهګرو ته هم  د پام وړ ځاني زیانونه اړول شوي دي.



اړوند خبرونه