افغان حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځه د سولې په مذاکراتو کې ګډون غواړي

په افغانستان کې حکومت غواړي چې د امریکا او طالبانو ترمنځه د سولې په مذاکراتو کې ګډون وکړي.

افغان حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځه د سولې په مذاکراتو کې ګډون غواړي

 

دا خبره د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند  ګران هیواد  خبري غونډې ته وکړه.

هغه وویل  دا چې ددینه وړاندې  د افغانستان حکومت ته د سولې په مذاکراتو کې د ګډون بلنه ورکړ شوې نوه  پرته د نتیجې پایته ورسیدې.

که چیرې  د سولې پدې مذاکراتو کې  د افغانستان حکومت  استازي هم ګډون کړی وی  دا ډول  ستونزه به نوې رامنځته شوي.

هغه وویل چې افغانستان حکومت ددې مذاکراتو نه  تل لرې ساتل شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان حکومت غواړي چې د امریکا او طالبانو ترمنځه  له سره په پیلیدونکو  سولې مذاکراتو کې ګډون وکړي. افغانستان حکومت غواړي چې پدې برخه کې ډیر مهم  او رغنده  رول ولوبوي.

د یادولو وړ ده چې  د امریکا او طالبانو ترمنځه  ۹ میاشتني مذاکرات چې د چا خبره  وروستي پړاو ته رسیدلي وو  د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا  لغوه شول.

ټرمپ  هله  د مذاکراتو د لغوه کولو پریکړه وکړه چې  د روان میلادي کال  د سپټمبر په ۵ مه نيټه  په کابل کې  د امریکايي ځواکونو  په یو کتار  ځانمرګی برید وشو چې په نتیجه کې  یو تن امریکايي سرتیري  او ګن شمیر ملکي وګړو ژوند  د لاسه ورکړ.

ټرمپ  ددې پیښې نه وروسته  سمدلاسه د طالبانو سره  د سولې مذاکرات لغوه کړل  او وویل چې طالبان سوله نه غواړي.

د امریکا لخوا د سولې د مذاکراتو د لغوه کیدو نه وروسته طالبانو د سولې د مذاکراتو د بیا پیلولو په خاطر  د روسیې د پلازمینې مسکو ته سفر وکړ.

طالبان د امریکا سره  له سره د سولې د مذاکراتو پیلول غواړي. د بله پلوه د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی او د سولې د مذاکراتو سر مرکچي زلمی خلیلزاد  افغانستان ته راغلی دی. هغه د سولې په تړاو  پاکستان ته هم  سفر کړی وو  او هلته د لومړي وزیر عمران خان سره  لیدنه کړې وه.

پداسې حال کې چې  زلمی  خلیلزاد  د سولې د مذاکراتو په خاطر  په لیدونو کتنو بوخت  دی خو یو څه موده مخکې  د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب  ویلي وو چې خلیلزاد  د طالبانو سره  اسیرو دوو تنو امریکايي استاداتو  د خلاصولو  په اړه  د خبرو په خاطر راغلی دی.

هغه ویلي وو چې خلیلزاد ددوې سره  د سولې د مذاکراتو په اړه  څه ندي شریک کړي او یواځې  د طالبانو سره د اسیرو امریکايي استادانو د خلاصون په خاطر د مرستې غوښتنه کړې ده.



اړوند خبرونه