د غور ولایت څارنوال ووژل شو

دافغانستان د  غور ولایت  کې د استيناف محکمې څارنوال عبدالمومین د نا څرګندو وسله والو په برید کې ووژل شو.

1287391
د غور ولایت څارنوال ووژل شو

 

د غور ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر وحیدالله نظامي خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د غور د استيناف څارنوال عبدالمومین او ورور یې فیروز کوه ښار ته نږدې د بهاري په کلي کې د څو تنو نورو خپلوانو سره خپل کور ته په لاره و چې ناپيژانده وسله وال پرې ډزې کړي دي.

د غور د امنیت د امر په وینا، په دې برید  کې  څارنوال او د هغه ورور  ژوند د لاسه ورکړی   او  درې تنه نور ټپیان شوي چې د دې ولایت د پوهنې د ریاست کارکوونکي دي.

نوموړی وايي، تر اوسه نه ده معلومه چې پر دې کسانو برید چا کړی.

په همدې ورځ د فیروز کوه ښار کې په یو بله پېښه کې ناڅرګندو وسله والو د پولیسو یو مامور هم په ډزو ټپي کړی وو.



اړوند خبرونه