د افغانستان په شمال کې په فاریاب ولایت کې چاودنه شوې.
د فاریاب ولایت په مرکز میمنې ښار کې چاودنه شوې
1284831
د فاریاب ولایت د امنیې قومندانۍ د رسنیو دفتر لخوا د خپور شوي بیان له مخې نن د غرمې د ۱۲ بجو په شاوخوا کې د فاریاب ولایت په مرکز میمنې ښار کې د ملکي وګړو د سپرلۍ په یو موټر د سړک د غاړې ماین وچاودید.
په بیان کې راغلي دي چې چاودنه هله رامنځته شوه چې د ملکي وګړو یو فولډر ډوله موټر د میمنې ښار نه د المار ولسوالۍ پر لورې روان وو چې په لویه لاره کې په ځای په ځای شوي ماین وخوت.
پدې پیښه کې په موټر کې سپرو ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ او درې تنه نور ټپیان شول.
په بیان کې راغلي دي چې د پيښې قربانیان ملکي وګړي دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شتون لري.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی