د افغانستان په شمال کې په فاریاب ولایت  کې  چاودنه شوې.

د فاریاب ولایت په مرکز میمنې ښار کې چاودنه شوې

1284831
د افغانستان په شمال کې په فاریاب ولایت  کې  چاودنه شوې.

 

د فاریاب ولایت د امنیې قومندانۍ  د رسنیو دفتر لخوا د خپور شوي بیان له مخې نن د غرمې د ۱۲ بجو په شاوخوا کې  د فاریاب ولایت په مرکز  میمنې  ښار کې  د ملکي وګړو د سپرلۍ په یو موټر  د سړک د غاړې  ماین  وچاودید.

په بیان کې راغلي دي چې چاودنه هله رامنځته شوه چې د ملکي وګړو یو فولډر ډوله موټر  د میمنې ښار نه د المار ولسوالۍ پر لورې روان وو چې  په لویه لاره کې په ځای په ځای شوي ماین وخوت.

پدې پیښه کې  په موټر کې سپرو ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ  او درې تنه نور ټپیان شول.

په بیان کې راغلي دي چې د پيښې قربانیان  ملکي وګړي دي چې ښځې او ماشومان هم  پکې شتون لري.



اړوند خبرونه