په سرپل ولایت کې د یوې سترې فاجعې مخنیوی وشو
د سرپل ولایت امنیتي ځواکونو د یوې ډیرې سترې فاجعې مخه ونیوله.
1284241
د افغانستان په شمال کې د سرپل په ولایت کې د یوې سترې فاجعې مخه ونیول شوه.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي دي چې د سرپل ولایت امنیتي ځواکونو د چاویدونکو توکو نه بار یو موټر چې چاودنې ته چمتو شوی وو کشف او شنډ کړ.
د رحیمي په وینا پدې موټر کې زر کیلوګرامه چاودیدونکي توکي ځای په ځای شوي وو او دښمنانو غوښتل چې دې موټر ته د سرپل ولایت په مرکز کې د ملکي وګړو په منځ کې چاودنه ورکړي.
امنیتي ځواکونو ددې موټر د کشف او شنډولو سره د سترې خونړۍ پيښې مخه ونیوله.
هغه ویلي دي چې ددې پیښې په تړاو یو تن نیول شوی دی.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی