د هند د جزیرې لپاره د القاعدې ترهګرې ډلې رهبر ووژل شو

د هند د جزیرې  لپاره  د القاعدې ترهګرې ډلې رهبر  عاصم عمر  په افغانستان کې ووژل شو.

د هند د جزیرې لپاره د القاعدې ترهګرې ډلې رهبر ووژل شو

 

دا خبره د افغانستان د ملي امنیت ریاست کړې ده .

د افغانستان د ملي امنیت ریاست  د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې هند جزیرې لپاره د القاعدې ترهګرې ډلې  رهبر عاصم  عمر  د امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې  د هلمند ولایت د موسی قلعه په ولسوالۍ کې  وژل شوی دی.

ملي امنیت ویلي دي چې  عاصم  عمر  د تلې د میاشتې په لومړۍ نیټه  وژل شوی دی.

په بیان کې راغلي دي چې پدې عملیاتو کې  د عاصم عمر سربیره  د هغه او ایمن الظواهري ترمنځه  ارتباطي کس ابو ریحان  وژل شوي  او څو تنه نور غړي چې د پاکستان وګړي دي ژوندي نیول شوي دي.



اړوند خبرونه