د هند د جزیرې لپاره د القاعدې ترهګرې ډلې رهبر ووژل شو
د هند د جزیرې لپاره د القاعدې ترهګرې ډلې رهبر عاصم عمر په افغانستان کې ووژل شو.
1284139

دا خبره د افغانستان د ملي امنیت ریاست کړې ده .
د افغانستان د ملي امنیت ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې هند جزیرې لپاره د القاعدې ترهګرې ډلې رهبر عاصم عمر د امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د هلمند ولایت د موسی قلعه په ولسوالۍ کې وژل شوی دی.
ملي امنیت ویلي دي چې عاصم عمر د تلې د میاشتې په لومړۍ نیټه وژل شوی دی.
په بیان کې راغلي دي چې پدې عملیاتو کې د عاصم عمر سربیره د هغه او ایمن الظواهري ترمنځه ارتباطي کس ابو ریحان وژل شوي او څو تنه نور غړي چې د پاکستان وګړي دي ژوندي نیول شوي دي.
اړوند خبرونه

د افغانستان د پروان په ولایت کې سیلاوونو په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې
په افغانستان کې سیلاوونو یو ځل بیا د ګنشمیر کسانو ژوند واخیست