د افغانستان په فراه ولایت کې طالبانو ته  ډیر ستر ګوزار ورکړ شو.

د افغانستان د شلو ولایتونو لپاره د طالبانو د پوځي چارو مسئول ووژل شو

د افغانستان په فراه ولایت کې طالبانو ته  ډیر ستر ګوزار ورکړ شو.

 

د فراه ولایت د پولیسو ویاند محب الله محب خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د شلو ولایتونو لپاره د طالبانو پوځي مسئول  ملا کامران  تیره شپه  د خاک سفید په ولسوالۍ کې  په هوايي برید کې  وژل شوی دی.

هغه ویلي دي چې  نوموړی  د کوټې د شورا لخوا پدې دنده ټاکل شوی وو چې تیره شپه د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوی دی.

ویل کیږي پدې برید کې د هغه سره ځینې نور طالب قومندانان هم  وژل شوي دي.

امریکايي ځواکونو تیره شپه  د فراه ولایت د خاک سفید ولسوالۍ  د نال دشت په سیمه کې د ملا کامران پر موټر  چې درې تنه نور طالب قومندانان هم  پکې سپاره ول  برید وکړ.

پدې برید کې د ملا کامران سربیره  هر یو مولوي صمد ، مولوي داود او مولوي  اخندزاده هم  وژل شوي دي. دا پدې وروستیو کې طالبانو ته ورکړ شوی دی تر ټولو ستر ګوزار دی.

طالبانو  تر اوسه پورې پدې اړه څه ندي ویلي.  



اړوند خبرونه