د افغانستان په پلازمینه کابل کې  چاودنه وشوه.

د کابل په دولسمه حوزه کې چاودنه شوې

1282973
د افغانستان په پلازمینه کابل کې  چاودنه وشوه.

 

د کابل نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه  د کابل په دولسمه حوزه کې شوې ده .

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند  نصرت رحیمي ویلي دي چې  چاودنه  په دولسمه  حوزه کې د پوسته خانې  ترڅنګ شوې ده .

هغه ویلي دي چې دا چاودنه  د مقناطیسي  بم په پایله کې رامنځته شوې ده . په چاودنه کې دوه تنه امنیتي سرتیري ټپيان شوي دي.

د رحیمي په وینا  د ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ  دی.

چاودنه په ځايي وخت د سهار د ۷ بجو او ۵۰ دقیقو په شاوخوا کې رامنځته شوې ده .



اړوند خبرونه