د افغانستان د کاپیسا په ولایت کې چاودنه وشوه.
په کاپیسا کې پر ملکي وګړو خونړۍ چاودنه شوې
د کاپیسا د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالشکور شایق خبري رسنیو ته ویلي دي چې د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ اړوند د بایزخیلو په سیمه کې په کرنیزه مځکه کې د چاودنې له امله ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
هغه ویلي دي چې دا بم د طالبانو لخوا ځای په ځای شوی وو.
د ویاند په وینا پدې پیښه کې وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي. هغه ویلي دي چې د پیښې قربانیان ټول ښځې او ماشومان دي.
په پیښه کې ۴ ښځو او دوو تنو ماشومانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم ویلي دي چې دا بم د طالبانو لخوا پر افغان ځواکونو د برید په موخه ځای په ځای شوی وو خو طالبانو بیا دا ادعا رد کړې ده .
طالبانو بیا ادعا کړې ده چې دا کسان د افغان ځواکونو لخوا د راتوغول شوي هاوان مرمۍ په پایله کې وژل شوي دي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی