د افغانستان په پلازمینه کابل کې  د فاجعې مخه ونیول شوه.

په کابل او هرات کې د غبرګو چاودنو مخه ونیول شوه

1275946
د افغانستان په پلازمینه کابل کې  د فاجعې مخه ونیول شوه.

 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت  د پلازمینې کابل د ده سبز په ولسوالۍ کې  د چاودیدونکو توکو چې  چاودنې ته  چمتو شوي وو  د چاودنې نه مخکې کشف  او شنډ کړل.

د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې  پولیسو د کابل د ده سبز ولسوالۍ  کې  ځای په ځای شوي چاودیدونکي توکي چې چاودنې ته  چمتو شوي وو  د چاودنې نه مخکې  کشف او شنډ کړي دي.

همداشان  یاد شوي وزارت ویلي دي چې ددوې منسوبینو  د هرات ولایت په ۱۳ مه ناحیه کې هم  یو بم  چې  د بې ګناه انسانانو د وژلو په خاطر  په په ځای شوی وو  د چاودنې نه مخکې  کشف او شنډ کړ.

د ویلو ده چې  تیره شپه  د  کندهار ولایت په څلورمه ناحیه کې  د دولت جوړونکي ټیم  د ټاکنیز کمپاین د یو دفتر په مخکې  ځای په ځای شوی  ماین وچاودید چې په نتیجه کې لسو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

پدې پیښه کې  درې تنو ژوند لاسه ورکړ  او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.


پيوندونه: #فاجعه , #کابل

اړوند خبرونه