په هلمند ولایت کې ۱۴ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي

د هلمند ولایت په موسی‎کلا ولسوالۍ کې ۱۷ تنو  ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

1274364
په هلمند ولایت کې ۱۴ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي

 

د راپورونو له مخې نوموړو  کسانو  ته  تیره شپه  د وږي  په ۳۱ مه نیټه  د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

 د موسی کلا ولسوالۍ د دینور ژرندې سیمې اوسېدونکي چې ټپيان یې د لښکرګاه ښار ته لېږدولي وايي، وژل شوي او ټپيان د واده د نکریزو له مراسمو د کورونو پر  لورې روان وو چې برید پرې وشو.

په همدې حال کې د هلمند د والي ویاند وايي چې افغان ځواکونه په موسی کلا ولسوالۍ کې پر شپنیو عملیاتو بوخت وو او ملکي کسانو ته د طالبانو د وسلو د یوې زېرمې له چاودو په نتیجه کې مرګ ژوبله اوښتې، خو طالبان دا ادعاوې ردوي.

د هلمند ولایت سیمه‎ییز چارواکي بیا  وايي د دغو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د القاعدې پنځه غړي وژل شوي او د دغه ډلې درې ښځينه غړې چې په انګلیسي او اردو ژبو  خبرې کوي، نیول شوې دي.

د افغانستان  د ملي دفاع وزارت وايي افغان ځواکونو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۲۲ بهرني طالبان وژلي او ۱۴ نور یې نیولي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د وسلو یوه لویه زېرمه هم له منځه وړل شوې ده.



اړوند خبرونه