د افغانستان په پلازمینه کابل کې  دوه چاودنې  شوي دي.

په کابل کې دریمه چاودنه هم رامنځته شوه

1266038
د افغانستان په پلازمینه کابل کې  دوه چاودنې  شوي دي.

 

د ویلو ده  چې ددې چاودنو سره  نن ورځ  دا دریمه  چاودنه ده چې رامنځته کیږي.

نن د سهار په ساعتونو کې د کابل د سلیم کاروان په سیمه کې یوه چاودنه  شوې وه چې په پایله کې ۳ تنه ټپیان شوي وو.

همداشان نن د غرمې نه وروسته  د څه باندې  یوې بجې په شاوخوا کې  د کابل د تایمني پروژې د پنځم سړک په سیمه کې دوه  جلا جلا چاودنې وشوې.

ویل کیږي  چاودنې د سړک په غاړه کې په ګلدانونو کې رامنځته شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند  نصرت رحیمي  د چاودنو پخلی کړی دی او ویلي دي چې په وروستیو  دوو چاودنو کې چا ته ځاني  زیان  ندی اوښتی.

همداشان  د چاودنو نه وروسته د ډزو غږونه هم  اوریدل شوي دي خو دا لا معلومه نده چې دا ډزې د چا لخوا شوي دي.

د بله پلوه  نن په کابل کې  د پخواني جهادي قومندان  احمد شاه مسعود د مړینې د ۱۸ م تلین او شهید اونۍ په خاطر  جلا جلا پروګرامونه جوړ شوي دي.

د مسعود پلویانو سږ کال بیا هم  د تیرو کلونو په څیر  په وسلو سمبالو موټرو سره  په ښار کې په ګرځیدو پیل کړی دی.

د مسعود پلویانو  نن  د غرمې نه مخکې  د ټرافیک په جاده کې یو تن د ملي پوځ  سرتیری  په مخامخو  ډزو وواژه.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې ددې پیښې په تړاو يي  ۶ تنه نیولي دي او تر ۳۰ ډیرې موټرې  چې  د خلکو ورځنۍ ژوند چارې د ستونزو سره  مخامخ کړې  وې  نیولي دي.



اړوند خبرونه