د فیض آباد ښاروال د یو جهادي‌ مشر سره یو ځای ووژل شول

په فیض آباد کې په ښاروال چاودنه وشوه.

1261843
د فیض آباد ښاروال  د یو جهادي‌ مشر سره  یو ځای  ووژل شول

د افغانستان د بدخشان ولایت په مرکز  فیض آباد ښار کې  چاودنه وشوه.

د افغانستان  د کورنیو چارو وزارت ویاند  نصرت رحیمي‌ خبري رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې نن  د ماښام  د شپږو بجو او لسو دقیقو  په شاوخوا کې  د فیض آباد ښار  د مخابراتو د چمن  په سیمه کې  د  یاد شوي ښار په ښاروال نذیر محمد نیازي‌ چاودنه وشوه.

هغه ویلي‌ دي‌ چې  چاودنه  د ماین  د چاودنې په پایله کې چې  مخکې  په سیمه کې  ځای په ځای شوی وو رامنځته شوې ده.

پدې  پیښه  کې  د فیض آباد  د ښاروال  سربیره  یو تن  جهادي قومندان  هم  ژوند  د لاسه ورکړی دی  او یو تن ملکي‌ وګړی  ټپي‌ شوی دی.

د بله پلوه بدخشان  والي‌ بیا خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې  د چاودنې په سیمه کې  د چاودنې  نه  لنډه موده مخکې  د ولسمشرۍ نوماند ګلبدین حکمتیار  ټاکنیز کمپاین غونډه جوړه شوې  وه. 

 



اړوند خبرونه