طالبانو د سمنګان ولایت درې تنه اوسیدونکي په ډزو ووژل
طالبانو په بغلان ولایت کې درې تنه د تښتولو په ډزو ووژل .
د بغلان ولایت مقاماتو ویلي دي چې طالبانو د سمنګان ولایت د ولایتي شورا د غړي سید عبدالعلیم سادات په ګډون د اختطاف کړو پنځو نه درې تنه په ډزو وژلي دي.
د بغلان ولایت د پولیسو ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو دا کسان څلور ورځې مخکې اختطاف کړي وو چې لومړی د سمنګان ولایت د ولایتي شورا غړی وواژه او مړی ورته د بغلان او سمنګان د لویې لارې په غاړه غورځولی وو.
همداشان طالبانو پرون د نوموړو کسانو نه دوه تنه نور هم په ډزو وژلي چې مړي د خلکو لخوا موندل شوي دي.
ویاند ویلي دي چې طالبانو نوموړي کسان د اختطافولو نه وروسته د پلخمري ښار د ډنډ غوري سیمې ته وړي وو. نوموړي کسان ټول د سمنګان ولایت اوسیدونکي دي .
طالبانو د نوموړې پیښې په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی