په کابل کې د تیرې خالي پر ورځ په واده د ترسره شوي ځانمرګي برید د قربانیانو شمیره لوړه شوه

د تیرې خالي پر ورځ په کابل کې د واده په سالون د ترسره شوي ځانمرګي برید د قربانیانو  شمیره  نوره هم  لوړه شوه.

1255850
په کابل کې د تیرې خالي پر ورځ په واده د ترسره شوي ځانمرګي برید د قربانیانو شمیره لوړه شوه

 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې  د تیرې خالي پر ورځ  په کابل کې د واده په سالون د ترسره شوي ځانمرګي برید د مړو شمیره  ۸۰ تنو ته  لوړه شوې ده .

د ویلو ده چې د تیرې خالي ورځ  د شپې په لسو بجو او ۴۰ دقیقو  د کابل  په شپږمه  ناحیه کې  د دارالامان ماڼۍ  په څو سوه مترۍ کې  د شهر دبۍ په نامه  د ودونو  په یو سالون  کې د واده د مراسمو دننه ځانمرګی برید وشو.

پدې برید کې  لومړی  ۶۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو  او ۱۸۲ تنه نور ټپیان شوي وو چې د ټپیانو نه هم  ۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ.

د نوموړي برید  مسئولیت داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستی وو.



اړوند خبرونه