په افغانستان کې  د ناټو  د ځواکونو په د موټر پر مټ برید شوی دی

په کابل کې د امریکايي ځواکونو په کتار برید شوی دی

1241410
په افغانستان کې  د ناټو  د ځواکونو په د موټر پر مټ برید شوی دی

 

په افغانستان کې غوڅ ملاتړ  ماموریت  نن  د خبرپاڼې په خپرولو سره  ویلي دي چې نن په کابل کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د موټر په کتار  چاودنه شوې ده .

په خبرپانه کې راغلي دي چې پدې چاودنه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.

د بله پلوه  د چاودنې مسئولیت  طالبانو په غاړه واخیست.

طالبانو د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې نن د سهار په اته نیمو بجو يي د کابل د پنځلسمې حوزې په مربوطاتو کې  د تره خیلو د تنګي په سیمه کې  د امریکايي ځواکونو  په کتار ځانمرګی برید کړی دی .

طالبانو پدې برید کې  د امریکايي ځواکونو د دوه لنډ کروز موټرو د لمنځه تلو او ګن شمیر  امریکایي سرتیرو د وژلو ادعا کړې ده .

طالبانو ویلي دي چې دا ځانمرګی برید د موټر پر مټ شوی دی چې درانده  چاودیدونکي توکي پکې ځای په ځای شوي وو.



اړوند خبرونه